چک وايي په افغانستان کې یې د بګرام نظامي اډې ساتنه پرې اېښې ده خو د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. د چک جمهوریت پوځي چارواکو ویلي دوی له ۲۰۱۳ز کال راهیسې په افغانستان کې د بګرام نظامي اډې د ساتلو مسوولیت درلود چې اوس یې دغه دنده پرېښې ده خو په افغانستان کې به یې ماموریت دوام لري. د سرچینې په خبره تر ډېره به یې له دې وروسته ماموریت د افغان ځواکونو روزل، پوځيانو ته د روغتیايي خدماتو برابرول، د افغان پوځ لپاره د مشاورانو ګومارل او ورته نور فعالیتونه وي. دغه هېواد د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دوه زره عسکر لري. تر دې دمه پر بګرام نظامي اډه د برید پر مهال ددغه هېواد اته عسکر وژل شوي هم دي.