د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د افغان سولې او وروستیو پرمختګونو په اړه یې د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شینکر سره خبرې کړې دي. دده په وینا په دې تلیفوني مکالمه کې یې په افغانستان کې د همه شموله حکومت پر جوړولو، سیاسي جوړجاړي، سولې او له کرونا سره پر مبارزې خبرې کړې دي. خلیلزاد زیاته کړې، هند په سیمه، افغانستان او نړۍ کې د سولې په برخه کې تل ښه رول ترسره کړی دی او امریکا یې ستاینه کوي. نوموړي همدا راز ویلي دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو پر تبادلې هم خبرې کړې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې په دې پروسه کې دې چټکتیا رامنځ ته شي څو دلته د روانې جګړې پای ته رسولو ته لار هواره شي. تر دې وړاندې هندي رسنیو هم د جي شینکر له خولې ویلي وو، چې هند د افغانستان له سولې سره همکارۍ ته تیار دی او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.