نشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي دي په افغانستان کې جګړو، کمزوري اقتصاد، سیاسي بې ثباتۍ او اوس تازه کرونا ویروس نوې اندېښنې پارولې دي. د نشریې په خبره له یوې خوا افغانستان تر دې دمه د څلوېښت کلنې جګړې له اوره نه دی وتلی او له بل لوري لا هم افغان سیاستوال له طالبانو سره د جګړې تر څنګ په خپلو کې په ناندریو بوخت دي. سرچینه کاږي په افغانستان کې د کرونا له پراختیا سره همهاله د خلکو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې دي او ښایي له همدې امله لوږه هم سلګونه کسان ووژني. ددې تر څنګ نشریه په افغانستان کې د ټاکنو له امله رامنځ ته شوو ناندریو ته هم اشاره کوي او وایي افغان سیاستوال باید په دې پوه شي چې هېواد یې په حساس وضعیت کې دی او له خطرناک بحران سره مخ دی. سرچینې پر افغان سیاستوالو غږ کړی چې له څلوېښت کلنې جګړې او کشمکشونو تجربه خپله کړي او د خپل هېواد د ژغورلو لپاره لاس په کار شي. نشنل انټرسټ پر نړیوالو بنسټونو او امریکا هم غږ کړی چې په دې سخت وضعیت کې له افغانستان سره په بشري او نورو مهمو برخو کې مرسته وکړي.