رویټرز په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ د شلو مهمو کارکوونکو د کرونا نتیجه مثبته وه. د سرچینې په خبره یادو کسانو د پایلې تر معلومېدو خپلې دندې ته ادامه ورکړې ده چې له همدې امله ښایي په دغه مهم حکومتي ارګان کې د مثبتو پېښو شمېر ډېر وي. رویټرز ته یوې باوري سرچینې ویلي چې په کرونا ویروس ککړ مهم رسمي سند له بلې حکومتي ادارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی دی او ویروس له همدې سند د یاد ارګان کارکوونکو ته لېږدېدلی دی. روغتیايي کارکوونکي وایي ښایي دلته د مثبتو پېښو شمېر ډېر وي خو دوی اخته کسان او کورنۍ یې کرنټین کړي دي. رویټرز ته سرچینې دا نه ده په ډاګه کړې چې په کرونا ککړ سند له کومې ادارې ارګ ته لېږل شوی دی. سرچینه کاږي چې ولسمشر له همدې پېښې راهیسې له خپلو کارکوونکو سره مستقیمه اړیکه نه لري او ټولې چارې د ویډیو کنفرانس له لارې تنظیموي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلي چې ددغه ارګان ډېر کارکوونکي رخصت دي او د کرونا د پراختیا د مخنیوي لپاره یې ټول تدابیر نیولي دي.