ناټو وايي په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په امنیت کې مرسته کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي ناټو په څلورو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. دده په خبره د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ تر څنګ د مهمو بنسټونو ساتلو کې هم ناټو سازمان د همکاریو دوام ته ژمن دی. د ناټو عمومي منشي وایي دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت د تامین لپاره پر مالي مرستو هوکړه کړې ده او په دې برخه کې به همکار وي. تر دې وړاندې ویل کېدل چې ښایي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت مسوولیت ترکیې ته وسپارل شي خو طالبانو پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی و او ټینګار یې کړی و چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي.