د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د غره ښوییدنې له امله درې د استوګنې کورونه ویجاړ شوي، شپږ میرمنې او یو ماشوم مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د غور د والي ویاند د دفتر رییس محمد عارف عابر هم دغه پېښه تاییدوي. نوموړی وايي پېښه پرون د سهار په نهو بجو شوې ده. عابر وايي د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. نوموړي وویل چې د قربانیانو کورنیو سره به ډېر ژر مرستې وشي. غور یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډیری کورونه پکې د غرونو په لمن کې په غیر معیاري ډول جوړ شوي دي.