په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي، د هېواد په ځینو ولایتونو کې طالبان د شپې لخوا مخابراتي پایو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. له دې وړاندې هم طالبانو د شپې لخوا د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ځکه نه ورکوله، چې ګواکي ددې شبکو پر مټ دوی څارل کېږي او د حکومت لخوا ور باندې شپني عملیات تر سره کېږي. خو د اوربند اونۍ په پیلېدو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د شپې او ورځې لخوا مخابراتي شبکو ته په نورمال ډول د فعالیت اجازه ورکړل شوه. اوس چې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کېږي او د حکومت لخوا هم شپني عملیات پیل شوي، په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو د شپې لخوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند کړي دي. اوس مهال په ۲۳ ولایتونو کې د شپې لخوا مخابراتي شبکې کار نه کوي.