په افغانستان کې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، طالبان هره ورځ نوې ولسوالۍ نیسي، سیمې لاندې کوي او امنیتي ځواکونه په شاتګ کوي. دا کار په چټکۍ روان دی، خو حکومت وايي طالبانو پرمختګ نه دی کړی، ولسوالیو سقوط نه دی کړی او ډېر ژر به بېرته له لاسه وتلې سیمې ونیسو. حکومت دا هم وايي چې خلک دې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، تر څنګ یې دې ودریږي، وسله دې واخلي او د خپلو سیمو په خوندي کولو کې دې مرسته وکړي. د دې تر څنګ دولت د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې بدلونونه راوستل او تمه لري چې دا بدلونونه به د حالاتو له کابو کولو سره مرسته وکړي.
خو ایا وروستیو بدلونونو ته دا غبرګون معقول او مناسب دی؟
لومړۍ ستونزه خو دا ده چې دولت لا هم ناوړه حالت نه مني او وايي چې نه ولسوالۍ سقوط شوې او نه هم طالبانو پرمختګ کړی، بلکې هر څه سم دي. دا کار ښايي دوی د رواني جګړې په موخه کوي، خو خلک چې کله یو څه ویني، بیا کله په هغه څه باور کوي چې اوري یې. له همدې امله حکومت باید د توجیه کولو او انکار پالیسي پرېږدي، بلکې واقعیت ومني او خلکو ته واضح ووايي چې د دغو بدلونونو او ستونزو پر وړاندې څه کوي. حکومت چې تر اوسه پورې څه وايي او څه کوي، داسې نه ښکاري چې د ستونزو له حل سره به مرسته وکړي. لومړی کار چې دولت کړی هغه د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې بدلونونه دي چې له بده مرغه مثبت نه دي، ځکه چې د مثبتو بدلونونو لپاره باید پر وړ، مسلکي او پوهو خلکو تکیه شوې وای، خو اوس تکیه بیا هم پر سیاسي معاملو او انډیوالبازیو ده. له بله اړخه د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ په ځینو پوستونو کې دومره ژر بدلونونه راځي چې په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی. د بېلګې په ډول، یوه اونۍ وړاندې د کورنیو چارو وزارت لپاره یو معین وټاکل شو، خو پرون یې پر ځای بېرته بل څوک راغی. د ملي امنیت یو مهم مرستیال دوې میاشتې دنده پوره نه کړه، د کورنیو چارو وزارت دوه نور معینان هم ایله څو میاشتې پر دنده پاتې شول، دفاع وزارت کې هم همدا حال دی. د رهبرۍ دومره په سرعت بدلول ستونزې او ګډوډۍ لا زیاتوي او د حالاتو له ښه والي سره مرسته نه کوي. له بله اړخه دولت پر خلکو غږ کوي چې خپله وسله واخلي او د طالبانو پر وړاندې ودریږي. د دفاع وزارت نوي سرپرست همدا خبره کړې ده. دولت په دې کار سره دوه ناسم پیغامونه لېږدوي، لومړی دا چې ګواکې امنیتي ځواکونه نور د طالبانو پر وړاندې د درېدو پلان نه لري، خلک باید خپله دا کار وکړي. دویم دا چې دولت غواړي ملېشې جوړې کړي او پر هغو تکیه وکړي. دا واضح ده چې کله رسمي پوځ او ځواکونه د طالبانو پر وړاندې ونه شي درېدلی، نو ملېشې به څنګه ودرېږي. دولت د دې پر ځای چې پر خپلو امنیتي ځواکونو تکیه وکړي، ښه یې رهبري کړي، پر ملېشو تکیه کوي چې دا خپله د امنیتي ځواکونو د کمزوري کولو لامل کېږي.
د دولت مشرانو ګامونه داسې دي لکه وارخطا چې وي، لکه لاره یې چې ورکه کړې وي او هر څه ته لاس اچوي. دا ډول ګامونه به ستونزې لا زیاتې کړي، نو ځکه غوره دا ده چې په دې وخت کې معقول، مناسب او وړ ګامونه واخیستل شي. اوس باید دولت ثابت او پیاوړي ګامونه واخلي، نور ناوړه معاملې پرېږدي او د خلکو د ګټو پر اساس پرېکړې وکړي. تر ګردو مهم کار دا دی چې د حالاتو د کنټرول او امن لپاره سیاسي ګامونه واخیستل شي، پر سوله او جوړجاړي ټینګار وشي او حکومت له خپله اړخه داسې ګامونه واخلي، چې د خلکو ملاتړ را خپل کړي، محبوبیت پیدا کړي او مقابل اړخ هم اړ کړي چې د جګړې پر ځای سولې ته راشي.