د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ایران د حکومت ځانګړي استازي په کابل کې له ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله عبدالله،د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت، سولې او سوداګرۍ خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني له ایراني لوري سره په خبرو کې د کډوالو پر ستونزو هم خبرې کړې دي او هیله یې څرګنده کړې چې ددوی د ستنولو لړۍ ورو شي. ایراني رسنیو بیا ویلي ابراهیم طاهریان له افغان لوري سره پر سولې خبرې کړې دي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، د هرات-خواف رېل پټلۍ پر چارو او نورو مهمو مسایلو هم بحثونه شوي دي.