د افغانستان له ګڼو شمالي ولایتونو څخه رپوټونه دي چې حکومت پر پخوانیو قوماندانانو وسلې وېشلي او هغوی له طالبانو سره د جګړو لپاره وسله وال برابر کړي دي. د ولسي جرګې ځینې غړي، سیمهییز سیاستوال، د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو غړي په دغو کسانو کې شامل دي. پر ملېشو تمرکز له خلکو سره نوې اندېښنې پیدا کړي دي. دوی وایي، چې دا چاره به پر رسمي او ملي امنیتي ځواکونو د خلکو باور کم کړي پوښتنه دا ده چې د ۳۵۰ زره ځواکونو پر ځای ولې پر ملېشو تمرکز کېږي!؟ د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د نظامي چارو کارپوه جنرال امین الله امرخېل او د پوځي چارو شنونکی محمد یوسف امین ځاځی. بشپړه خپرونه دلته واورئ.