د هرات د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په دغه ولایت کې د کرونا شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره هرات کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۳۴ ته رسېدلی چې ۷۵ یې بېرته روغ شوي او له روغتون رخصت شوي دي. بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم وایي چې ددغه ولایت په لابرتوار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ددوی په خبره له دې ډلې ۴ یې په لغمان، ۴ په کونړ او یوه په ننګرهار کې ثبت شوې ده.