د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا دېرش مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دده په خبره پنځلس پېښې په کابل، شپږ په هرات، څلور په کونړ، څلور په لغمان او یوه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوې ده. هغه وايي په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته رسېدلی دی. د مایار په وینا تر دې دمه ۱۳۵ کسه په ټول هېواد کې له کرونا بېرته جوړ شوي دي او ۳۶ کسه هم د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.