امریکا وايي په عراق او سوریه کې یې د ایران له ملاتړه د برخمنو وسله والو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي. د امریکا ددفاع وزارت وایي چې دوی د عراق په سرحدي سیمو کې یو ځای د سوریې په خاوره کې او یو ځای د عراق پر خاوره کې د هغو وسله والو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي چې ایران یې ملاتړ کوي او دوی ددغه هېواد لپاره جګړې کوي. د پنټاګون ویاند جان کربي وایي چې دا بریدونه د ولسمشر بایډن په مستقیمه لارښوونه شوي دي. له دې بریدونو موخه د یادو وسله والو د مرکزونو ویجاړول او د امریکا پر قرارګاه د وروستیو بې پيلوټه الوتکو د برید غچ اخیستل و. د امریکا ددفاع وزارت وايي چې په بریدونو کې یاد مرکزونه او د وسله زیرمتونونه ویجاړ شوي دي.