د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا له کبله له اوسنۍ محاصرې د وتلو لپاره شپږ لارښوونې د شرط په ډول وړاندې کړې دي. د نړۍ ډېری هېوادونه اوس مهال د کرونا بحران له کبله له اقتصادي ماتې سره مخ دي او یا یې هم اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، موږ پوهېږو چې دغه هېوادونه له اوسني حالت د وتلو هڅه کوي، خو مخکې له دې چې محدویتونه لرې کړي، دغه شرطونه باید عملي کړي:
۱- د ویروس خپرېدل باید پکې کنټرول شوي وي.
۲- روغتیایي بنسټونه باید په دې توانیدلي وي، چې ناروغۍ تشخیص کړي، قرنطین شوي کسان وڅاري او ورته معلوم وي.
۳- امن خونې، د لوړ عمر کسانو کورونه او نور دې ته ورته ځایونه باید له خطر بچ شوي وي.
۴- خلک باید ټولنیز واټن مراعت کړي او په ټولو ځایونو کې د لاس مینځلو اسانتیاوې برابرې وي.
۵- د مسافرو تګ راتګ باید مدیریت شي او معاینات یې تر سره شي. او وروستی شرط هم دا چې عادي حالت ته ور ګرځېدل باید په تدریجي ډول وي، ځکه خلک له یو ډول نوي حالت او محیط سره مخ کېدونکي دي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ویلی، ځینې هېوادونه به ډېر ژر بېرته خپل پخواني حالت ته را وګرځي او اقتصادي فعالیتونه به پکې پیل شي.