افغان حکومت وایي طالبان د سولې اراده نه لري، خو طالبان دغه پړه بیا پر افغان حکومت اچوي. په ورته وخت کې د دواړو لورو تر منځ جګړو زور اخیستی او د سولې نوم پکې پیکه شوی دی. نړیواله ټولنه او عام افغانان له ښکېلو لورو غواړي چې جګړې کمې کړي او پر سوله تمرکز وکړي. دا چې څه ډول بېرته د سولې خبرو ته ور ستنېدلای شو په همدې اړه مو له خپلو مېلمنو سره خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په امریکا کې مېشت د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبیدالله برهاني او په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد نصرت الله حقپال. بشپړه خپرونه دلته واورئ.