له بګرام هوايي اډې د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د ژورنالېستانو له پرلهپسې پوښتنو سره مخ شو. بایډن چې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، دغو پوښتنو ناارامه کړ او غوښتنه یې وکړه چې ʺد خوښۍ د خبرونوʺ په اړه ترې وپوښتل شي؛ لکه دا چې د امریکا اقتصاد ښه وده کړې او د کرونا ویروس نوي سلنه کم شوی دی. د بګرام له هوايي اډې څخه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوس امریکايي چارواکي له دې پوښتنو سره مخ دي، چې په افغانستان کې څه پېښدونکي دي او د دوی راتلونکي ګامونه به څه وي؟
په افغانستان کې د امریکا جګړه د وروستیو امریکايي ولسمشرانو لپاره په واقعي مانا یو سرخوږی و، ځکه چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له مرګژوبلې سره مخ وو، امریکا میلیاردونه ډالره لګول او جګړه یې کوله، خو دوی له دې سره سره طالبان مات نه شوی کړلی، بلکې طالبان لا پیاوړي کېدل او زیاتې سیمې یې لاندې کولې. د امریکايي ځواکونو پر وړاندې نفرت ورځ تر بلې زیاتېده او د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت هم په پراخ فساد او خپلمنځي اختلاف کې ډوب و. له همدې امله ورځ تر بلې د امریکا بېړۍ په افغانستان کې ډوبېده، جګړه اوږدېده او امریکا د ماتې خوا ته روانه وه. امریکايي ولسمشرانو به پرلهپسې د افغانستان د جګړې د ختمولو ژمنې کولې، خو نه توانېدل چې بالاخره پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ډول خپله ماتې ومنله او د لویې ناکامۍ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره خبرو ته کېناست، هوکړه یې وکړه او له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو وتل پیل کړل چې پاتې یې هم دا دي نوی ولسمشر جوبایډن تکمیلوي.
امریکايي ځواکونه وځي او امریکا به بیا هم په افغانستان کې یو ډول ښکېله وي، ځکه د افغانستان راتلونکی مخامخ پر امریکا اغېز کوي. اوس هم امریکا ته سخته ده چې حالات کنټرول کړي او خپل ځان ته د ممکنه زیان مخه ونیسي. د دې تر څنګ له افغانستان څخه د امریکایانو وتل او بیا د بګرام په شان د لویې اډې پرېښودل د امریکا د ماتې تصویر ورکوي. همدا تصویر د امریکا د زبرځواکۍ حیثیت ته زیان اړوي او همدا هر امریکايي مشر ځوروي او آن په دې اړه خبرې یې هم نااراموي.
که د بګرام هوايي او نظامي اډه د امریکايي ولسمشر لپاره بد خبر شوه، خو د امریکايي ځواکونو وتل د هر افغان لپاره ښه خبر دی او پرې خوشاله دي. امریکا به هڅه وکړي چې د ځان لپاره دا بد خبر زموږ لپاره هم بد خبر کړي، خو افغانان باید اجازه ور نه کړي. په افغانستان کې د جګړې دوام او د سولې مخنیوی هغه څه دي چې زموږ ښه خبر پر بد خبر بدلولی شي. له همدې امله د جګړې ټول ښکېل لوري او عام خلک باید په ټول توان هڅه وکړي چې د سولې او سیاسي جوړجاړي له لارې د خپلمنځي جګړې مخه ونیسي. امریکا او نور به هڅه وکړي او کوي یې چې د سولې خبرې ناکامې شي او جګړه دوام وکړي، خو موږ باید دا هڅې شنډې کړو، یو بل ته لاسونه ورکړو، سوله وکړو او د تېر پر خلاف ثابته کړو چې موږ د جګړې په ډګر کې د بریا تر څنګ په سیاسي ډګر کې هم بریا خپلوو، خپل ځان، خپل دولت او خپل هېواد جوړوو.