امریکا کې د سپکو تېلو بیه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر صفر ښکته شوې ده. د راپورونو له مخې امریکا کې د یو بېلر سپکو تېلو بیه دمګړی منفي څلوېښت ډالره ته راښکته شوې ده او ښايي دا وضعیت نور هم کړکېچن شي. منفي صفر په دې مانا چې د تيلو تولید کوونکي اخیستونکو او مشتریانو ته له ځانه پیسې ورکوي چې ددوی له کارځایونو تېل وباسي ځکه هلته یې د ذخیره کولو امکانات نور نشته. د امریکا د تېلو د تولید چاڼځایونه وایي چې ددوی تولیدات روان دي خو د خلکو تقاضا کمه ده، د ذخیرې امکانات نشته دي نو ځکه پلورونکي تر څلوېښت ډالر پورې په بېلر مشتري ته ورکوي چې له چاڼځایونو تېل واخلي او ذخیره یې کړي. دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د تېلو بیې منفي صفر ته راځي او د ټرمپ له ملاتړ سره سره ښایي په امریکا کې دغه اقتصادي ناورین نور هم ژور شي.