په دې وروستیو کې حکومتي چارواکي پرلهپسې وايي چې طالبانو دومره پرمختګ نه دی کړی، لکه څومره چې ورته تبلیغات کېږي. حکومتي چارواکي؛ رسنۍ، ژورنالېستان، په ټولنیزو رسنیو کې ځینې فعالین او ان ځینې سیاستوال د طالبانو په ګټه په تبلیغ تورنوي. حکومتي چارواکي پر دوی غږ کوي چې په دغو تبلیغاتو کې برخه وانه خلي او د ولسوالیو د سقوط او نورو امنیتي مسایلو خبرونه خپاره نه کړي او په دې ډول د خپل حکومت، امنیتي ځواکونو او نظام ملاتړ وکړي. ځینې حکومتي ادارې او چارواکي خو ان د هغوی پر وړاندې د ګام اخیستو ګواښ کوي چې د دوی په وینا د دښمن په ګټه تبلیغات کوي. پرون په دې اړه د لوی څارنوال او څو وزیرانو په ګډون یوه غونډه هم وشوه، له رسنیو او ژورنالېستانو وغوښتل شول چې ګواکې د ترهګرۍ پر ضد تبلیغاتي جګړه کې برخه واخلي.
دا نه شي ردېدلی چې ځینې رسنۍ او ژورنالېستان په شعوري او نا شعوري ډول د جګړې د یوه او بل لوري په ګټه تبلیغات کوي. دا تبلیغات به څه نا څه رول هم ولري، خو اصلي ستونزه په بل ځای کې ده. که رسنۍ هېڅ خپرونې هم ونه کړي او که هېڅ سیاسي کارپوه یا بل څوک د ولسوالیو د سقوط په اړه څه ونه لیکي، نو ستونزه حل کېږي!؟ نه، ځکه ولسوالۍ سقوط کوي او خلک خپله دا هر څه په خپلو سترګو ویني، نو ځکه اصلي لامل باید په تبلیغاتو کې نه، بلکې په بل څه کې ولټول شي.
که خبره د تبلیغاتو هم وي، نو واقعیت دا دی چې د طالبانو په نسبت د حکومت په ګټه زیات تبلیغات کېږي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوې ۳۵۷۷ رسنۍ نږدې ټولې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي. له دې ډلې ۲۴۸ ټلویزیونونه ټول په ښارونو کې دي، حکومت ته مالیه ورکوي او هره ورځ یې خبریالانو د حکومتي چارواکو او ویندویانو خولو ته مایکونه نیولي وي. هره خپرونه او سیاسي بحث یې د حکومتي چارواکو او ویندویانو لپاره سټیج دی، نو بیا ولې ګیله کېږي چې رسنۍ او ژورنالېستان د حکومت پر ضد او د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي!؟ لومړۍ خو د طالبانو په ګټه د تبلیغاتو په تړاو د حکومتي چارواکو ادعا سمه نه ده، خو که سمه هم وي، بیا هم مسوول حکومتي چارواکي دي چې ولې یې تر واکمنۍ لاندې رسنۍ داسې کار کوي.
بله مهمه مسئله دا ده چې د رسنیو دنده د یوه او بل لوري په ګټه تبلیغات نه دي. د رسنیو دنده ده چې واقعیتونه هغسې خلکو ته ورسوي څنګه چې دي. که رسنۍ د واقعیتونو خلاف خپرونې کوي، بیا نو ترې پوښتنه هم کېدلی شي او پر وړاندې یې ګام هم اخیستل کېدلی شي. حکومتي چارواکي باید هېره نه کړي چې تبلیغات د جګړې په شان د دولت دنده ده. د حکومت تبلیغاتي دستګاه خپله ناکاره او ناکامه ده، نو ځکه پړه پر رسنیو اچوي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر، په ارګ د ستراتیژیکو او عامه اړیکو پړسېدلی دفتر، د حکومت د رسنیو مرکز، اطلاعاتو او کلتور وزارت، په هر وزارت کې ویاند او ورسره د نشراتو لوی ټیم، د هر والي مطبوعاتي دفتر، د امنیه قوماندانانو مطبوعاتي دفترونه، همداسې د قول اردوګانو مطبوعاتي دفترونه او ډېر نور دفترونه او ویندویان څه کوي!؟ دوی پر څه بوخت دي!؟ ولې غواړي چې د دوی کار هم نور خلک وکړي!؟ دا هغه پوښتنې دي چې حکومتي چارواکي یې باید ځواب کړي او خپله ستونزه دې حل کړي. له دې پرته پر رسنیو او ژورنالېستانو فشار راوړل او یا هم په تبلیغاتي جګړو کې یې ور ګډول نه قانوني دي او نه به هم کومه مثبته پایله ولري.