ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې له کرونا ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره خلک باید د روغتیایي کارکوونکو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او عملي یې کړي. ولسمشرغني د ټولو هغه روغتیایي کار کوونکو هڅې ستایلي، چې په دې سختو شرایطو کې د خپلو هېواد والو په خدمت کې دي. په پیغام کې ویل شوي، ټوله نړۍ د کرونا له ستونزې سره لاس او ګرېوان ده، خو د مخنیوي یوازنۍ لار یې د روغتیا پالانو د سپارښتنو عملي کول او په کورونو کې پاتې کېدل دی. نوموړي ویلي دغه نړیواله ستونزه یوازې د خلکو په ګډه هڅه او مرسته له منځه تللی شي.