طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې بېساری پرمختګ کړی. دوی ادعا کوي چې ۱۵۰ ولسوالۍ یې نیولي، خو حکومتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې له ځینو ولسوالیو یې تکتیکي شاتګ کړی چې ژر به یې بېرته ونیسي. د سقوط شوو ولسوالیو له کره شمېره که تېر شو، خلک ګوري چې طالبان د ډېری ولایتونو تر مرکزونو را رسېدلي دي. د جګړې دغه روان حالت او د ولسوالیو سقوط خلک اندېښمن کړي، ځینې وېره لري چې ښايي جګړې تر ښارونو راشي، ځیني بیا د جګړې دوام ته اندېښمن دي او ځینې بیا له بل بد حالته وېریږي.
اوس له هر چا سره همدا پوښتنه ده چې افغانستان کوم لوري ته روان دی؟
په افغانستان کې بدلونونه ډېری وخت د وړاندوینې او اټکل وړ نه وي. ډېر کله حالات په ډراماتیک ډول بدلېږي او ډېر څه د پخوا خلاف شي. کله خلک فکر کوي چې د سولې پروسه سمه روانه ده، په خبرو کې پرمختګ کېږي، خو یو ځل جګړه زور واخلي او هر څه ګډوډ کړي. همداسې کله جګړه سخته وي، خو په منځ کې یې یوه پېښه د مثبتو بدلونو سبب شي. د دغو بدلونو ستر لامل دا دی چې د جګړې ښکېل اړخونه د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو پر اساس عمل نه کوي، بلکې ډېر کله د معلومو او نا معلومو بهرنیانو دریځ او فرمایش ټاکونکی وي، نو ځکه حالات هغسې بدلېږي چې له وړاندې یې اټکل ستونزمن وي.
په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو پرمختګ د اټکل وړ نه و. د خلکو په ګډون، حکومت او آن خپله طالبانو هم فکر نه کاوه چې داسې کار به په دومره چټکۍ کېږي. له همدې امله حالت ګونګ او مبهم شوی دی. اوس له یوه اړخه د جګړې شدت دی، لا هم پر ډېرو ولسوالیو جګړه ده، حکومت د ځینو ولسوالیو د بېرته نیولو هڅې هم کوي. دواړه اړخونه د عملي جګړې تر څنګ یو د بل پر ضد تونده ژبه هم کاروي. دواړه یو بل جګړه غوښتونکي او د سولې ضد ګڼي. اوس د دې پر ځای چې د ستونزې پر حل تمرکز وشي، یو پر بل تورونه لګېږي. د زور خبرې کېږي او د یو بل د وژلو خبرونه په ویاړ خپرېږي.
دا حالت ښيي چې له بده مرغه بیا هم جګړه دوام کوي. د جګړې دا دوام داسې دی چې ورسره یې بڼه هم بدلېږي، تر ښارونو رسېږي، خونړۍ کېږي او ارزښتونه پکې تر پښو لاندې کېږي. دواړه لوري سره له دې چې وايي د جګړې دوام نه غواړي او ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي، خو بیا هم جګړه کوي او سوله یې څنګ ته کړې ده. که د دواړو اړخونو دریځونه او کړنې داسې وي، لکه اوس چې دي، نو دا لاره یوازې یوې ناوړه کورنۍ جګړې ته تللې چې په هېڅ ډول نه توجیه کېږي او نه یې هم ښکېل اړخونه ځان پر حقه ګڼلی شي.
دواړو اړخونو ته پکار ده چې دا حالت درک کړي، افغانستان په لوی لاس د جګړې لوري ته بو نه ځي. دوی باید د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي، اوربند باید وشي، بندیان خوشې شي او همداسې نور ګامونه باید واخیستل شي تر څو واقعي سولې ته لاره هواره شي.