د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي مشر راشد طوطاخېل وايي په زندانونو کې ګڼې ستونزې موجودې دي، خو په خبره یې ډېر ژر به په دې برخه کې لاس په کار شي. نوموړي چې نن یې له رسنیو سره ددې ادارې د پلټنو پایلې شریکولې وویل، د زندانونو ښځینه پرسونل له جنسې ځورونو سره مخ دی، د زندانیانو روغتیا ته پاملرنه نه کېږي، له زندانیانو سره ځیرک تلېفونونه موجود دي، د زندان نقلیه وسایط د غیر مسوولو کسانو لخوا کارول کېږي، زندانونو ته نشه یي توکه وړل کېږي، چې خپله د زندان مسوولین په دې کار کې لاس لري. دی وایي ان د قرنطین پر مهال هم زندانونو ته نشه یي توکي د ننه کېږي. طوطاخېل وایي، د زندانونو د ملکي کولو پروسه پیل شوې ده، چې له دې وروسته به دغه اداره د متحدو او مسلکي کسانو لخوا مدیریت کېږي. راشد طوطاخېل وایي، له کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ولسمشر د فرمان په اساس ۵۵۸۶ بندیان خوشي شوي دي. دی وایي ټولو ستونزو ته به پر وخت رسیدګي وکړي او له مفسیدینو سره به قانوني چلن وشي.