روانې پرله پسې جګړې، کرونا او وچکالۍ افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړی دی. ملګري ملتونه وايي چې په روان کال کې تر اتلسو میلیونو زیات افغانان بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري. ویل کېږي چې د جګړو شدت به دا کچه لا لوړه کړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي چې دوی له دغو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۳ سوه میلیونو ډالرو مرستو ته اړتیا لري، ځکه چې له افغانستان سره د بشري مرستو صندوق له ۹۵۳ میلیونه ډالرو بودجوي کسر سره مخ دی. په لرې پرتو سیمو کې پراته وګړي او ماشومان تر نورو ډېر له دې بحران سره مخ دي. حکومتي چارواکي هم دا ستونزه مني او پر نړیوالو ټولنې غږ کوي چې دا ۱۳ سوه میلیونه ډالره مرسته وکړي.
دا په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ناوړه حالت دی چې افغانستان ورسره مخ شوی او داسې ښکاري چې روانه وچکالي، کرونا او زیاتېدونکې جګړه به دا ستونزه لا پسې براخه کړي. په روان کال کې جګړو هم ډېر خلک له خپلو کورونو او مېنو بې ځایه کړي او ویل کېږي چې د تېرو دوو میاشتو جګړو او ولسوالیو سقوط د بې ځایه شوو شمېر نور هم زیات کړی دی. پر ښارونو بریدونه او هلته د جګړو وېره به ستونزه لا پسې پراخه کړې. د جګړې دا ګواښ به په ښارونو کې پر پانګونې او کاروبار ډېر منفي اغېز وکړي. همدا اوس ډېر افغانان له دغو ګواښونو د وېرې له امله افغانستان پرېږدي. په دوی کې لویه برخه څه ناڅه شتمن کسان دي چې نه یوازې خپله ستونزه یې حل کولی شوای، بلکې دلته یې ژوند او کاروبار داسې و چې نورو افغانانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې وه چې د دوی په وتلو سره به بې کاري لا زیاته شي او دا چاره مخامخ د غربت له زیاتوالي سره تړلې ده.
ناکاره او مفسد دولت، د طالبانو له خوا سختو بریدونو او جګړو او پکې د کرونا په شان یو بل آفت دا ستونزې زیاتې کړي او داسې نه ښکاري چې کوم مثبت بدلون به پکې راشي. په حکومت کې د فساد له امله آن د امریکا ولسمشر هم ویلي چې نړیوال مرستو ته زړه نه ښه کوي، نو ځکه له نړیوالو هم ډېره هیله نه شي کېدلی، خو بیا هم هیله ده چې بهرني مرستندویان له سیاسي تړاوونه پرته د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، څو ددغه بشري ناورین د پراخېدو مخه ونیول شي.
که حالت همداسې وي او که حکومت او طالبان جګړو ته همداسې دوام ورکړي، نو نه یوازې دا چې دا بشري ناورین به وي، بلکې پراخ به شي؛ افغانان به لا زیات غریب شي، لوږه به زیاته شي، د بې ځایه شوو شمېر به زیات شي، ډېر خلک به هېواد پرېږدي او ځیني به یو ځل بیا په ګاونډیو هېوادونو کې د مهاجرت له ذلت څخه ډګ ژوند ته اړ شي. له همدې امله دواړو اړخونو ته پکار ده چې نور پر دې ولس رحم وکړي، د سولې خبرې جدي پیل کړي، خنډونه لري کړي او ژر یوې پرېکړې ته ورسېږي. له شک پرته چې سوله تر بل هر لامل زیات د روان او زیاتېدونکي بشري ناورین په مخنیوي کې رول لوبولی شي.