په غزني کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله څلور ملکیان وژل شوي دي. د غزني د ولایت مقام مطبوعاتی مسوولینو ویلي چې پېښه د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوې ده. د سرچینې په وینا د سړک غاړې ته د طالبانو له لوري ماین ځای پر ځای شوی و، چې د ملکي وګړو پر موټر یې چاودنه کړې ده او څلور کسه یې وژلي دي. د غزني ولایت مقام وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې په غزني کې جګړې شدیدې کړې دي او همدا راز یې د سړک غاړې ماینونو خلکو ته تلفات اړولي دي. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په غزني کې داسې مهال د نښتو او امنیتي پېښو د ډېرېدو خبره کېږي چې په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې هم په ډېرېدو دي.