شمالي وزیرستان کې په یوه برید کې پنځو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې په شمالي وزیرستان کې وسله والو د پاکستاني عسکرو پر موټر راکیټي برید کړی دی. په پېښه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي. همدا راز یو ملکي وګړی هم په دغه پېښه کې ټپي شوی دی. پاکستاني پوځ د پېښې پخلی کړی دی او وايي دوی د پېښې د عاملینو پلټنه پيل کړې ده. د پاکستاني طالبانو ډلې ددغه برید مسوولیت منلی دی او وایي ګڼ پاکستاني عسکر یې وژلي دي.