پکتیا کې د کرونا تشخیصیه لابراتوار پرانیستل شو. د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وایي چې له دې وروسته به د پکتیا په ګډون د خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو د کرونا مشکوکو ناروغانو سپملونه همدې لابراتوار ته استول کیږي او په کم وخت کې به یې پایلې مالومیږي. د عامې روغتيا وزارت د تشخيصيه رياست ریيس عاشق خان سعادتي ویلي، چې په ګردېز کې د کرونا وبا په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ ټېسټونو ظرفيت لري او تخنيکي کارکوونکي ورته هم روزل شوي دي. نوموړي ویلي، چې په دې برخه کې ۵۰۰ کېټونه چې د کرونا وبا تشخيص ورباندې کېږي رسيدلي دي.