د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د کرونا وبا له څلورمې څپې سره د مبارزې لپاره په تیاري بوخت دي خو پر عامو خلکو غږ کوي چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې د اختر په ورځو کې باید خلک روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او هڅه دې وکړي چې د کرونا وبا د پراختیا مخه ونیسي. دوی همدا راز ویلي چې د قربانۍ پر مهال دې هم روغتیايي تدابیر مراعات کړل شي او له حیواناتو د ساري ناروغیو د پراختیا مخه دې هم ونیول شي. سرچینه کاږي چې په ډېرو ولایتونو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو بیا هم تدابیر اړین دي او خلک یې باید مراعات کړي.