اویا سلنه امریکایي نظامیان او د دوی کورنۍ له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو ملاتړي دي. یوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې ۷۰ سلنه امریکايي نظامیان او همدا راز د دوی کورنۍ غواړي چې امریکا خپل ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان وباسي او په دې ټوګه دلته روانه جګړه ختمه کړي. ملټري ټایمز وایي په امریکا کې د یوه باوري بنسټ له لوري ترسره شوې دغه سروې همدا راز ښيي چې ډېر کم امریکایي نظامیان او امریکایي وګړي په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د حضور ملاتړ کوي. د محافظه کاره فعالانو دغه ګروپ وایي امریکایي وګړي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه خورا اوږده شوه او نور نه غواړي امریکایان په دغه جګړه کې ښکېل وي. ډېری امریکایانو دلته روانه جګړه بې موخې بللې او پر امریکایي حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.