پنټاګون غواړي خپل زر کسه قراردادیان د کرونا له وېرې له افغانستان وباسي. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوې لوړپوړې چارواکې اېلن لارډ رسنیو ته ویلي په افغانستان کې روغتیايي خدمات کم دي نو اړ دي چې د خپلو زرو قراردادیانو د خوندیتوب لپاره دوی له افغانستان وباسي. د نوموړې په خبره دوی په ټولو برخو کې د یادو کسانو ایستلو ته تیاری نیولی دی خو تر څنګ یې په افغانستان کې د مېشتو پوځیانو ترمنځ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره اړین تدابیر هم ترسره شوي دي. نوموړې دا نه دي ویلي چې دغه قراردادیان او یا ټول ټال څومره امریکایي پوځیان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته دي. تر دې وړاندې د درېیو کسانو د اخته کېدو راپورونه خپاره شوي چې اوس له افغانستان ایستل شوي دي.