د روغتیا نړیوال سازمان وایي کرونا ویروس به تر ډېره له انساني ټولنو سره وي. ددغه سازمان مشر تدروس ادهانوم په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي نړیوال دې د سفرونو او کارونو لپاره بېړه نه کوي. دده په خبره ډېری هېوادونه دي چې لا هم هلته کرونا ویروس نه دی خپور شوی او یا یې د خپرېدو لومړني مراحل دي نو که سفرونه پيلېږي او خلک کاروبار ته ستنېږي کرونا ویروس به یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې خپور شي. دده په خبره دغه ویروس دومره په اسانۍ نه ختمېږي او نړیوالو ته په کار ده چې له پوره احتیاط او تدابیرو کار واخلي. د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۶۳۷۶۸۱ ته رسېدلی دی. کرونا تر دې دمه ۱۸۴۲۱۹ کسه مړه کړي دي. تر ټولو ډېره مړینه په امریکا کې ده. په دغه هېواد کې تر اوسه ۴۷۶۷۶ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.