د روانې جګړه دواړه افغاني لوري لا هم نه یوازې یو د بل پر وړاندې تونده ژبه کاروي، بلکې په عملي ډول پر جګړه تمرکز کوي. که څه هم دواړه لوري ټینګار کوي چې ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي او دوی دې چارې ته ژمن دي، خو پر ځمکه بیا د سولې خلاف ګامونه اخلي او جګړه کوي. طالبان پرلهپسې هڅې کوي چې لا زیاتې سیمې لاندې کړي او حکومت هم د سیمو د بېرته نیولو هڅې کوي او په ډېرو ولایتونو کې یې سخت هوايي بریدونه او بمبارۍ هم پیل کړي دي.
خو ولې دواړه لوري خبره د سولې کوي، خو تمرکز یې بیا پر جګړه دی؟
دواړه لوري فکر کوي چې لا هم په اوس وخت کې سوله د دوی په ګټه نه ده. طالبان فکر کوي چې که اوس سوله کوي، نو اړ دي چې ډېر مسایل ومني، ځکه چې لا هم حکومت شته، جغرافیه لري، له سیمې او نړۍ سره اړیکې لري او څه ناڅه مشروعیت هم لري. له همدې امله له داسې یو حکومت سره په سوله کې اړ دي چې هغوی ته امتیاز ورکړي. طالبان فکر کوي چې دوی باید لا زیاتې سیمې ونیسي، دولت کمزوری کړي او بیا یې مجبور کړي چې د دوی د ډېرو شرطونو غوښتلو ته تیار شي. له همدې امله په شدت سره جګړه کوي چې په لنډ وخت کې ډېرې سیمې لاندې کړي. دوی د سولې خبرې هم کوي، ځکه چې په دې ډول غواړي وښيي چې دوی سوله کوي او باور لري چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کېږي. حکومتي چارواکي فکر کوي چې دوی په واک کې دي او د سولې مانا به دا وي چې واک به د دوی له لاسه وځي، یا به هم دوی ته پکې ډېره کوچنۍ برخه رسېږي. له همدې امله دوی نه حاضرېږي چې له واک او ځواک څخه تېر شي. دوی هڅه کوي چې طالبان کمزوري شي، ډېرې سیمې باید بېرته ترې ونیول شي او د دې تر څنګ حکومت باید د روانې بین الافغاني جګړې د دوام له امله د طالبانو پر ضد داسې تبلیغات وکړي چې د هغوی مشروعیت کمزوری شي او په دې ډول طالبان اړ کړي، چې د سولې په خبرو کې د حکومت مهم شرطونه ومني. په دې ډول دواړه لوري که څه هم په ټینګار او تکرار سره وايي چې دوی سوله غواړي او خبرو ته حاضر دي، خو باور یې پر دې دی چې لا هم د دوی د ګټو د خوندیتوب له اړخه د سولې لپاره دا مناسب وخت نه دی.
دواړه لوري باید پوه شي چې د روانې جګړې دوام له یوه اړخه د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو د ګټو خلاف کار دی، له بله اړخه به هېڅکله کوم لوری د زور له لارې بریالی نه شي. د جګړې دوام دواړه اړخه له پښو غورځوي، عام خلک پکې وژل کېږي او هېواد پکې ورانېږي. له همدې امله دوی باید نور د جګړې خبرې او عمل پرېږدي. همدا د سولې لپاره مناسب وخت دی او پکار ده چې دواړه اړخونه یو بل ته لاسونه ورکړي او سوله وکړي.