نږدې له يوې پېړۍ وروسته ټول بشر يو ځل بيا له سترې وبا سره مخ شو.
که څه هم دوو نورو شومو پديدو، جگړې او قحطۍ خپلې څپې وهلې.
خو په ننني پېر کې چې د پراخو معلوماتو پر مټ د چټکو ارتباطاتو عصر دی، د دې وبا د کنټرول په موخه ټول بشريت ته له يو بل څخه د تجريد او فاصلې نسخه تجويز شوې.
دا چې انسان له خپل همنوع څخه لرې غوره بلل شوی خو انسان خپل غوره ملگري ته تر بل هر وخت زيات وخت موندلی چې ډېر وخت له خپل غوره ملگري(کتاب) سره تېر کړي.
نږدې څلور کاله کېږي چې اکسوس کتاب پلورنځي په هېواد کې د کتاب چاپ او لوست فرهنگ بډايه کولو ته گړندۍ هڅې پيل کړې او پلان دا و چې سږ کال بيا په ډېرو شاندارو مراسمو سره د کتاب ورځ ونمانځو خو موجود وضعيت سره يوازې د اطاعت لاره غوره ده او موږ هر ډول خدمات په ټپه ودرول که څه هم ډېرو مشتريانو زموږ د رسونې خدماتو غوښتنه وکړه خو دا چې د ويروس ستونزه جدي وه نو د خپلو کارمندانو او مشتريانو خونديتوب مو غوره وباله.
اکسوس کتاب پلورنځي په تېر يوه کال کې څه باندې دوه سوه عنوانه کتابونه نوي او بيا چاپ کړي او په لوړ تيراژ سره په مکرر ډول پلورل شوي او اوس هم ډېر مهم اثار چاپ ته تيار دي ، دغه راز د آنلاین خدماتو لپاره نور نوښتونه ، د هیواد نورو ولایتونو او د کابل ښار مهمو برخو کې د نویو څانګو پرانیستل زمونږ اساسي موخې دي چې د وضعيت په عادي کېدو سره به بيا ټولې چارې په بشپړه توگه لا چټکې شي.
اکسوس رهبري تاسو ټولو ته د کتاب ورځ مبارکي وايي او د بشپړې روغتيا او له مطالعې سره مو تلپاتې نېکمرغي غواړي.