د ایراني پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېټې غړي ډاکتر فدا حسین مالکي په افغانستان کې د طالبانو وروستي نظامي پرمختګونو ته په اشارې ویلي چې دا ډله د یو شمېر سیمو په نیولو سره دا ادعا نه شي کولی چې د افغانستان پر ډېره برخه خاوره حاکمیت لري ځکه د نوموړي په خبره، طالبان د سیمو تر نیولو وروسته بېرته تښتي او یوازې څه چې ترې پاتې کېږي هغه ویجاړۍ دي. هغه زیاته کړې چې طالبان له نظامي لارو خپلو اهدافو ته نه شي رسېدلی. نوموړي څرګنده کړې چې طالبان د افغانستان په مختلفو قومونو کې ډېر مخالفین لري او په یوازې ځان نه شي کولی پر ټول افغانستان واکمني وکړي نو غوره ده چې خبرو ته کېني او خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي. مالکي دغه راز ټینګار کړی دی چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د افغانستان وضعیت لا پېچلی کړی او د سولې خبرې یې تر سیورې لاندې راوستې دي. هغه دغه راز ویلي چې د افغان جګړې اصلي لامل امریکا ده او افغان لوریو ته په کار ده چې په خپل یووالي سره له خپلو کورنیو چارو بهرني لاسونه لنډ کړي او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.