د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې وایي چې په افغانستان کې به یې تر ډېره تمرکز د سولې په راوستو وي. دیبورا لیون چې تازه یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په مرستندویه دفتر یا یونما کې خپل کار پیل کړی وایي خوشاله ده چې په افغانستان کې کار کوي او تمه لري چې وکړی شي په خپل ماموریت کې بریالۍ وي. د نوموړې په وینا تر ټولو ډېر تمرکز به یې په سوله وي او په دې برخه کې به هڅه کوي. دیبورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشره ټاکل شوې ده. هغه افغانستان ته تر راتګ مخکې د ملګرو ملتونو په ګڼو غونډو کې پر نړیوالو غږ کړی و چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او دلته روانه جګړهد خبرو له لارې ختمه کړي.