عمران خان او ټرمپ پر افغان سوله او سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ او عمران خان په ټلیفوني مکالمه کې په سیمه کې د ثبات پر راوستو او له ترهګرۍ سره پر مبارزه اوږدې خبرې کړې دي. دواړو لورو همدا راز ویلي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره به له یو بل سره همکاري کوي. ټرمپ په دې تلیفوني مکالمه کې له عمران خان سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې به تامین او تاوتریخوالي په کمېدو کې همکاري وکړي. عمران خان هم ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې تل همکاري کړې ده او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.