وسله والو طالبانو یو ځل بیا د اوربند په اړه د افغان حکومت او ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړې او ویلي يې دي چې د تړون له بشپړ تطبیق پرته د اوربند غوښتنه معقوله نه ده. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره ورځ د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې له کرونا سره د مبارزې او روژې ته په درناوي دې اوربند وکړي. دغه راز د ملګروملتونو سرمنشي څو ورځې مخکې د کرونا پر ضد د ښې مبارزې لپاره په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې وه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما مشر هم د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې په افغانستان کې داوربند غوښتنه وکړه. خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په قطر کې د لاسلیک شوي تړون د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې له مخنیوي سره سره د اوربند غوښتنه معقوله نه ده.