د هرات، هلمند، کندهار او څو نورو ولایتونو له مرکزونو او ښارونو د سختو جګړو خبرونه ورکول کېږي. په دغو ښارونو کې د طالبانو او دولت تر منځ سختې نښتې شوې دي، چې پکې دواړو اړخونو ته د مرګژوبلې تر څنګ، ملکي وګړو ته هم درنه مرګژوبله اوړي. طالبان په ښارونو کې جګړه کوي او د خلکو کورونه او کوڅې د جګړې لپاره کاروي، دولت هم همدا کار کوي او له پاسه پر ښارونو هوايي بریدونه او بمبارۍ کوي.
وېره دا ده چې که دا حالت دوام وکړي، ډېرې ناوړه پایلې به ولري. په ښارونو کې جګړه له دې امله ملکي وګړو ته ډېره مرګژوبله اړوي چې په کمه سیمه کې ډېر خلک اوسېږي او د کلیوالو سیمو په شان غرونه، باغونه او نور پټنځایونه هم نشته چې خلک پکې خوندي شي. له همدې امله ملکي وکړو ته درنه مرګژوبله اوړي. له بله اړخه ښارونه ورانېږي، کاروبار پکې په ټپه درېدلی دی، برښنا نشته، مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ دي، د خوراکي او لومړنیو توکو پلورنځي تړل شوي، خلک له اقتصادي ستونزو او لوږو سره مخ دي او په واقعي مانا دا ښارونه د یو ستر بشري ناورین لوري ته روان دي. که حالت همداسې دوام وکړي، زموږ ښارونه به د سوریې د ښارونو له برخلیک سره مخ شي. په ښارونو کې دا جګړه په هېڅ ډول نه توجیه کېږي او نه هم ښارونه د یو بل د ماتولو ځایونه دي. له همدې امله پکار ده چې په ښارونو کې دا جګړه ژر تر ژره ودرول شي.
دواړه لوري چې تل سیاسي جوړجاړي ته د تیارۍ ادعا کوي، باید درک کړي چې همدا اوس د سولې وخت دی او په ښارونو کې له روانې جګړې وروسته به سوله نه مانا ولري او نه هم ارزښت. کله چې ښارونه کنډواله شي، خلک بې ځایه او کډوال شي، ووژل شي، لوږې او تندې پرې راشي او هر څه تباه شي، بیا نو سوله هېڅ مانا او ارزښت نه لري. سوله هغه وخت ارزښت لري چې د جګړې مخه ونیسي او په ځانګړي ډول د دې خونړۍ او ورانوونکې جګړې چې اوس زموږ ځینې ښارونه ورسره مخ دي او نورو ښارونو ته یې د لېږد وېره هم شته. که دا جګړه دوام وکړي او هغسې څه تکرار شي لکه په سوریه کې چې وشول، نو نه به بیا سوله اهمیت ولري او نه به هم د جګړې یو لوری د دې ورانۍ او تباهۍ له مسوولیت څخه ځان وژغورلی شي.
اوس د دې وخت دی چې د سولې خبرې په جدیت پیل شي، پرمختګ پکې وشي، اوربند وشي او سولې ته لاره هواره شي. څومره ژر چې کېدلی شي او په هره معقوله قربانۍ چې کېدلی شي، باید په ښارونو کې دا جګړه ودرول شي. د ښکېلو لورو مسوولیت دی چې د خلکو او هېواد په اړه فکر وکړي، له ضد، شخصي ګټو، پردیو ته له وفادارۍ، د واک له مینې او له خپلو خلکو سره له دښمنۍ را وګرځي، جګړه ودروي او ژر تر ژره یوه داسې سوله وکړي چې جګړه ختمه کړي او افغانستان له تباهۍ او ورانۍ وژغوري.