هسې خو د هر موسم خپلې ځانګړې مېوې وي لکه د اوړي موسم ځانګړې مېوې آم او هندواڼې دي او د اوړي په ختمېدو بیا له انارو، امروتو او کېنو څخه ډېره ګټه پورته کېږي. امروت هغه خوږه او ښکلې مېوه ده، چې په آسانۍ سره پیدا کېږي او د ډېرو ناروغیو لکه شکر او فشار کنټرولولو او د معدې ناروغیو په مخنیوي او له منځه وړلو کې د پام وړ رول لري. یوازې دا نه، بلکې د امروتو پاڼې هم د حیرانوونکو ګټو لرونکې وي. امروت نه یوازې دا چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي، بلکې د هضم لپاره هم ګټور وي او ترڅنګ یې د وزن کمولو او د پوستکي د ناروغیو لپاره اغېزمن تمامېږي او په ورځني ډول یو دانه امروت خوړل د مجموعي روغتیا لپاره ګټور وي. د ټوخي لپاره: امروت ښه ووینځئ او نري نري یې پرې کړئ، بیا په همدې پرې شوو امروتو نیمه کاچوغه شات او دارچیني وشیندئ او د ورځې په هره برخه کې یې خوړلی شئ، خو له خوراک وروسته یې تر نیم ساعت اوبه مه څښئ.