د ناټو سازمان له افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات هوار کړي او په ډاګه کړې يې ده چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي وروستی بهیر ورته د منلو وړ نه دی. ناټو دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړي چې نن یې د افغانستان د سیاسي کړکېچ، سولې پروسې او امنیتي حالاتو په اړه خپره کړې ده. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم دغه خبرپاڼه پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه باید ګټه پورته کړای شي. په دې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د څو لسیزو جګړو او شخړو د هواري لپاره د یوې هر اړخیزې سولې پروسې ته رسېدل بین الافغاني مذاکراتو پورې تړاو لري، ټولې خواوې باید په بېړنۍ توګه په دې برخه کې خپلې ژمني عملي، تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره اقدامات وکړي. ناټو په دې خبرپاڼه کې پر ټولو افغان سیاسي مشرانو او د هغوی پر ملاتړو غږ کړی چې خپل اختلافات یوې ډډې ته کړي او د یوه ټولشموله حکومت لپاره کار وکړي.