په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر او اوس د ویلسن څېړنیز مرکز غړی وایي چې د سیمې هېوادونه په موقته توګه طالبانو ته اړتیا لري خو پاکستان یې دایمي ملاتړی دی. حسین حقاني د امریکا له ان پي ار رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د سیمې ځينې هېوادونه له امریکا سره د سیالۍ او یا د ځينو خطرونو د دفع کولو لپاره طالبانو ته موقته اړتیا لري او د اړتیا تر پوره کېدو وروسته له دغه ډلې سره هېڅ راز خواخوږي نه پالي خو یوازینی ملاتړی او خواخوږی هېواد به یې په ټوله سیمه کې پاکستان وي. حقاني وایي روسیه او ایران د ځینو ترهګرو ډلو د فعالیت له وېرې له طالبانو سره اړیکې پالي او دا په دې مانا نه ده چې دغه ډله دوی ته مهمه ده. هغه زیاتوي چې د نورو هېوادونو پرخلاف پاکستان د طالبانو ملاتړی دی او ددغه ډلې پر مټ هڅه کوي په سیمه کې خپلې ګټې وپالي. دده په خبره د جګړې د ختمولو یوازینۍ لار دا ده چې پاکستان د طالبانو او ترهګرو له ملاتړه راوګرځول شي او پر وړاندې یې سخت اقدامات ترسره شي.