په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره افغانستان پرېږدي، ځکه په وینا یې امنیتي حالت خراب دی. تر دې وړاندې هم امریکايي سفارت په دې تړاو اعلامیې خپرې کړې وې. همداسې برېټانیا هم له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره افغانستان پرېږدي. تردې وړاندې امریکايي، برېټانوي او د لوېدیځو هېوادونو چارواکو بیا بیا ویلي چې افغانستان سقوط کوي او په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې ګواښ زیات دی.
د امریکايي چارواکو دا څرګندونې د افغانستان په خلکو کې وېره خپروي. ډېر کم ملکي امریکايي وګړي په افغانستان کې دي او که امریکا وغواړي، له هغوی سره مخامخ اړیکه نیولی شي او د اعلامیې له خپرولو پرته هغوی ته ویلی شي چې افغانستان پرېږدي. دا چې دوی د خپلو محدودو وګړو د خبرولو لپاره د ټلیفون، برېښنالیک یا بلې وسیلې د کارولو پر ځای عامه اعلامیه خپروي او بیا هغه په ځینو امریکايي پلوه یا هغو رسنیو کې خپرېږي، چې امریکایانو جوړې کړې او یا پیسې ورکوي، دا نو بیا یو ښکاره پیغام لري. دا پیغام امریکايي وګړو ته نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو د وېرولو لپاره دی. دوی غواړي افغانان ووېروي، په راتلونکې یې باور ختم کړي، له هېواده تېښتې ته یې وهڅوي او په دې ډول افغانستان له کدرونو، متخصصینو، پانګهوالو او نورو هغو کسانو خالي کړي چې دا هېواد ورته اړتیا لري.
داسې ښکاري چې امریکایان د یو منظم پلان له مخې افغانان وېروي. همدا چې امریکايي چارواکي پرلهپسې له افغانستان څخه د هغو کسانو د ایستلو اعلانونه کوي، چې له امریکا سره یې کار کړی، دا خپله له راتلونکې د وېرولو یوه هڅه ده. بیا چې امریکا دا شمېر او حدود ورځ تر بلې پراخوي، دا نو بیا په واضح ډول دا مانا لري چې دوی افغانانو ته وايي هېواد مو ناوړه حالت ته روان دی، تاسې ترې وتښتئ او هر څوک چې کولی شي، باید افغانستان پرېږدي. حیرانوونکې دا ده چې نږدې هره ورځ په دې اړه یا امریکايي چارواکي خبرې کوي، یا رسنۍ خبرونه او لیکنې لري او یا هم په دې اړه نوي څه کېږي. له همدې امله دا دې یو منظم پلان برخه ښکاري او که څوک لږ هم ورته پام وکړي، نو په اسانۍ یې درک کولی شي. د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې، له سفارت څخه خپرېدونکې اعلامیې، له افغانستان څخه د هغو کسانو د ایستلو پلانونه چې له امریکا سره یې کار کړی دی، د امریکايي، امریکايي پلوه او هغو رسنیو تبلیغات چې د امریکا له خوا یې مالي ملاتړ کېږي، ټول د همدغه منظم پروګرام برخې دي چې غواړي افغانان ووېروي او له خپل راتلونکي یې ناهیلي کړي.
د امریکا او لوېدیځ دا تبلیغات د افغانستان لپاره تر جګړې ډېر خطرناک دي. له دې امله چې په افغانستان کې لا هم تحولات تر ډېره پورې په امریکا پورې تړلي، نو ځکه خلک د امریکايي چارواکو خبرې، اندېښنې او ګواښونه جدي ګڼي او فکر کوي چې رښتیا هم افغانستان ناوړه حالت ته روان دی او آن ځینې خو یې پر دې باور دي چې امریکا غواړي افغانستان ناوړه حالت ته بوځي. له همدې امله امریکايي او لوېدیځ تبلیغات خلک ناهیلي کوي، تېښتې ته یې اړ باسي، کاروبار په ټپه دروي او ستونزې جوړوي. د دې شونتیا هم شته چې امریکا په قصدي او شعوري ډول افغانستان ناوړه حالت ته ټېل وهي. له همدې امله پکار ده چې د دغو تبلیغاتو مخه ونیول شي، رسنۍ باید دا ډول خبرونه خپاره نه کړي، خلک باید خپله روحیه ونه بایلي، هېواد پرې نږدي او بالاخره د جګړې ښکېل بینالافغاني اړخونه باید د افغانستان لپاره ژر تر ژره سوله وکړي.