امریکا پر افغان سیاسیونو غږ کړی چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په اړه د ناټو له اعلامیې ملاتړ کوي. دده په وینا د امریکا او ټولو متحدینو موخه یې دا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او تاوتریخوالی پای ته ورسېږی. خلیلزاد پر افغان سیاسیونو غږ کړی چې تر هر څه دې خپلو خلکو او هېواد ته لومړیتوب ورکړي او په خبره یې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت دې ګټه پورته کړي. نوموړي همدا راز ویلي د سولې رامنځ ته کېدل، د افغانستان ژغورل او له ناروغیو سره مبارزه کول په دې پورې اړه لري چې ښکېلې خواوې توافق ته څومره ژمنتیا ښيي. هغه د تاوتریخوالي کمېدل اړین ګام بللی دی او پر دواړو لورو یې غږ کړی چې جګړې کمې کړي او د سولې لپاره ټول خنډونه له منځه یوسي.