د کرونا له خطره سره سره امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو دوره یيي تبدیلۍ ته ادامه ورکوي. د امریکايي چارواکو په خبره سره له دې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د پراختیا ویره اوج ته رسېدلې ده او خطرات یې خورا ډېر دي خو دوی به خپل ټول نظامي فعالیتونه په منظمه توګه سر ته رسوي. یادو چارواکو امریکايي رسنیو ته ویلي چې همدا اوس د امریکا د ځمکنیو او هوایي ځواکونو اووه ډلې افغانستان، عراق، کويټ او اروپا ته د لېږلو لپاره تیارې دي. دا هغه سرتېري دي چې په دوره يي توګه به تبدیلېږي. د سرچینې په خبره امریکا له کرونا ویروس د خپلو سرتېرو د خوندیتوب لپاره ټول تدابیر په پام کې نیولي دي او د سرتېرو د تګ راتګ ټول فعالیتونه د یوه منظم پلان له مخې ترسره کېږي. امریکا داسې مهال دلته د سرتېرو د رالېږلو خبره کوي چې په بګرام هوایي اډه کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي. پنټاګون بیا ویلي وو چې دوی د کرونا له وېرې د خپلو زرو قراردادیانو د ایستلو امکانات برابروي.