وټساپ په یوې داسې ځانګړنې کار کوي چې په مرسته يې کاروونکي د استول کېدونکو تصویرونو او وېډیوګانو کیفیت کنټرولولی شي. د وټساپ په نویو ځانګړنو نظر ساتونکې وېبپاڼې، WABetaInfo، د راپور پر بنسټ وټساپ اوسمهال په دوو نویو ځانګړنو کار کوي چې ډېر ژر به يې ازمایښتي بڼه وړاندې شي. د دغو دوو ځانګړنو په مرسته به کاروونکي د استول کېدونکو تصویرونو او وېډیوګانو کیفیت انتخابولو لپاره درې انتخابونه ولري. کاروونکي کولی شي د استول کېدونکو تصویرونو او وېډیوګانو لپاره له اټو (Auto)، غوره کیفیت (Best Quality) او ډېټا سېور (Data Saver) څخه یو انتخاب کړي. که چېرې کاروونکي اټو انتخاب کړي، نو د غوره انټرنټ لرلو په صورت کې به لوړ کیفیت لرونکي تصویرونه او وېډیوګانې واستول شي او که چېرې د انټرنټ سرعت لږ وي، نو وټساپ به په اتومات ډول د تصویرونو او وېډیوګانو کیفیت هم لږ کړي. د غوره کیفیت لرونکو تصویرونو او وېډیوګانو استولو لپاره باید غوره کیفیت انتخاب شي او هغه کاروونکي چې غواړي انټرنټ يې ډېر مصرف نشي، باید ډېټا سېور انتخاب کړي.