لا هم د شاوخوا لسو ولایتونو په مرکزونو کې جګړه روانه ده، ځینې ښارونه د طالبانو لاس ته لوېدلي، په ځینو کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده. ښارونه هم د ځمکې او هم د هوا له لارې تر اور لاندې دي. د خلکو کورونه نړېږي، دوکانونه او مارکېټونه سوځېږي. روغتون، ښوونځی، جومات، پوهنتون او بل هېڅ ځای خوندي نه دی. خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او ان ځینې خلک دومره موقع نه لري چې مړي خښ کړي او د ټپیانو درملنه وکړي. په ښارونو کې دا جګړه پراخېږي او نوو ښارونو ته غځېږي. طالبان د نوو ښارونو د لاندې کولو هڅه کوي او جګړه ښار ته لېږدوي او حکومت هم د ځمکې او هوا له لارې په ښارونو کې د طالبانو د ماتولو هڅه کوي.
دواړه لوري په ښارونو کې جګړې ته د بریا او ماتې له زاویې ګوري. که طالبان په زور او جګړې ښارونه نیسي، بریا یې ګڼي او که حکومت د بمبارۍ او د جګړې له لارې ښارونه بېرته نیسي، د طالبانو ماتې او خپله بریا یې ګڼي. دواړه لوري هېروي چې د ښار د ورانۍ او ویجاړۍ په بیه بریا هېڅ مانا نه لري. که طالبان ښار ونیسي، خو ښار ړنګ شوی وي، دوکانونه او مارکېټونه سوځېدلي وي او عامه شتمنۍ لوټل شوې وي، نو دې ته څنګه بریا ویل کېدای شي!؟ که حکومت په ښارونو کې طالبان ماتوي او یا هم بېرته په زور او بمبارۍ ښارونه نیسي، نو د سوځېدلو او ویجاړو شوو ښارونو نیولو ته څه ډول د بریا نوم ورکول کېدای شي!؟ د ښارونو د سوځېدو، ویجاړۍ، تباهۍ او د ښاریانو د ژوند په بیه د ښار نیول په هېڅ ډول بریا نه ګڼل کېږي. دا یوازې یو ضد دی، یو انتقام دی، په هر قیمت د مقابل لوري د ماتولو هڅه ده، چې نه پکې ارزښتونو او اصولو ته پام کېږي او نه پکې هم د خلکو ژوند، مال او وینې ته ارزښت ورکول کېږي. دا ضد او انتقام په واقعیت کې هېڅ ډول بریا نه لري، یوازې هېواد پکې ورانیږي، ولس پکې تباه کېږي او لاملین یې د خلکو له سترګو لوېږي. که څوک په سوځول شوو او نړول شوو ښارونو او معیوب شوو انسانانو، یتیم شوو ماشومانو، کونډو شوو مېرمنو او ځپل شوو انسانانو واکمني غواړي او دا ورته بریا ښکاري، نو هغوی تېروتي دي او هېڅ ډول اصول او ارزښتونه له دې لارې د واکمنۍ دوام او یا واک ته رسېدل نه شي توجیه کولی.
د جګړې دواړه لوري باید درک کړي چې د بریا او د یو بل د ماتولو دا هڅې د ولس او هېواد د ماتولو هڅې دي. دا نه خلک غواړي او نه هم د افغانستان په ګټه دي. نو له همدې امله دې د خنډونو او ستونزو له جوړولو تېر شي، پر سوله او سیاسي جوړجاړي دې تمرکز وکړي، ژر تر ژره دې خبرې پیل کړي او یوې پایلې ته دې ورسیږي. واقعي بریا، د خلکو د خوښې بریا او د افغانستان او افغانانو د عزت د خوندي کولو لپاره مناسبه بریا د سولې او سیاسي جوړجاړي له لارې ممکنه ده او دواړه اړخونه باید پر همدې تمرکز وکړي.