ډاکتر عبدالوکیل خان عمرخېل په ۱۲۹۸ کال په کابل کې وزیږېد. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د کابل د غازي په عالي لیسه کې سرته ورسولې او د لوړو زده کړو لپاره په یو دولتي سکالرشیپ هندوستان ته ولاړ او هلته یې د لسانس تر کچې پورې زده کړې وکړې. نوموړي د هند د لالپورې پوهنتون د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړې او وروسته د ماسټرۍ لپاره د برېتانیې شاهي هیواد او د دوکتورا لپاره امريکا ته ولاړ. ډاکتر عبدالوکیل د ارواښاد موسی شفيق په کابينه کې د کرنې وزير و، چې هغه وخت یې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې په لسګونو پروژو کې کار وکړ.
د خاورې پروژه، د څړځايونو د اصلاح او پراخوالي پروژه، د شنه ځواک پروژه، د نباتاتو د ساتنې پروژه، د مصنوعي القاح پروژه، د چرګانو پروژه، د ورېښمو چینجيو پروژه، د خړوبولو کوچنۍ پروژه، د کوچنيو بندونو پروژې، د پروان د پراخو ځمکو د خړوبولو پروژه او ځینې نورې پروژې یې د يادونې او درنښت وړ دي.
ډاکتر عبدالوکیل د موسی شفیق په کابینه کې د کرنې وزیر، د هلمند- وادي پروژې د تخنیکي مرستیال او بیا وروسته د همدې پروژې د رییس په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړي له هیواده بهر هم له ډېری مرستندویه پروژو سره کار کړی دی.
نوموړي د خپل وزارت پر مهال د مېوو باغونو ته هم زياته توجه وکړه، په همدغه وخت کې یې غزني، فراه، لوګر، وردګ، سمنګان او کابل ولایتونو کې ۱۶ باغونه د بېلګې او څېړنې لپاره جوړ کړل، چې ډېرې ښې پايلې یې ورکړې. ده کوښښ کاوه چې څنګه وکولای شي د ونو او بوټو په ژوندي ساتلو او سمسورتيا کې ډېر کار وکړي. ډاکټر عبدالوکیل څه وخت د هلمند- وادي پروژې د تخنيکي مرستيال په توګه وټاکل شو، چې د هغه وخت په ډېرو لږو او ابتدايي امکاناتو یې دغه پروژه بریالۍ او دې دښتې ته یې د بغرا په نوم لویه ویاله تېره او د هلمند خړې دښتې یې خړوبې او زرغونې کړې. دا چې نوموړي د هلمنديانو زړه وګاټه او هغوی ته یې کار وکړ، هلمنديانو يو ځل ملي شورا ته د هلمند د خلکو استازی هم وټاکه. عبدالوکیل خان د ثور له کودتا وروسته پېښور ته کډوال شو او هلته یې له نړيوالو مرستندويه ادارو سره کار پيل کړ. وايي دومره د کر شوقي و چې کله به نوی اصلاح شوی تخم یا نیالګی د نړۍ په کوم کونج کې پیدا شو، ده به هرو مرو خپل هيواد ته راوړو، چې ښې بېلګې یې له جاپان، امریکا، لبنان او د منځنۍ اسيا له ځینو هېوادونو څخه د مڼو، بادامو، انګورو، شفتالو، ګيلاسو، ناکو او نورو ډول ډول نيالګيو راوړل او تکثيرول یادولی شو. همدارنګه نوموړي د کرنې په اړه په سلګونو مسلکي او څېړنيزې مقالې ليکلې دي، چې د نوموړي د مقالو یوه ټولګه (افغانستان کې د باغونو پرمختګ) په نوم چاپ شوې هم ده، خو ډېر اثار یې لا هم ناچاپ پاتې دي.
ډاکتر عبدالوکیل ته د نږدې کسانو په وینا، نوموړي له کرنې سره دومره بې حده مینه درلوده، چې اوسمهال یې هم د ځينو ګاونډيو هیوادونو په مشهورو پوهنتونونو کې د کړو خدمتونو یادونه کیږي او هرڅوک یې د مثال په توګه کاروي. د دوی په وینا، افغانستان که نن زرغون دی او په ډېری ولایتونو کې خوندورې مېوې لري، دا برکت د ډاکتر عبدالوکیل دی.
جالبه دا ده چې دې دومره لوی سړي بې حده ساده ژوند درلود، له هر بزګر او بڼوال سره به پوله په پوله، نیالګي په نیالګي ګرځېده او د ناروغیو په تشخیص کې به یې ورسره مرستې کولې؛ که څه هم د کرنې د علم پروفیسور و او آن د نړۍ د سترو پوهانو په کتار کې ولاړ و، خو بیا به یې هم ویل چې «زه یو باسواده دهقان یم!».
وایي ارواښاد عبدالوکیل خان به چې نیالګی کېښود، ورته ځیر به شو، څانګې به یې ورسمې کړې او تم به شو چې د نیالګي شاوخوا خاورې به اوبه وزغملې، نو ده به ژوره ساه واخیسته، خپلو ملګرو ته به یې وویل: «داسې سیاست مو وکړ، چې له ګټې پرته یې تاوان هیچا ته نه رسیږي.»
نوموړی د نورو افغانانو په څېر په جلا وطنۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو، ویل کیږي چې له وطن سره یې ډېره بې حده مینه درلوده او د ژوند تر پایه یې د هیڅ هیواد تابعیت وانخیست. کله چې هیواد ته راستون شو بیا یې د افغانستان په زرغون کولو پیل وکړ، له بهر څخه به چې کله هیواد ته راتلو، نو حتماً به یې د بېلو بېلو میوو بوټي له ځان سره راوړل او د هیواد په بېلو سیمو کې به یې کرل.
عبدالوکیل خان د افغانستان د زرغون کولو لپاره ډېر بنسټیز کارونه وکړل، چې لسیزې وروسته یې هم د هیواد په بېلو برخو کې هیوادوالو ته ګټه رسیږي. د نوموړي له دوستانو او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد شراف الدین عظیمي وايي چې ډاکتر عبدالوکیل خان د افغانستان لپاره ډېر نه هېردونکي کارونه کړي، چې هیڅوک ورسره د پرتلې وړ نه دي. د نوموړي په خبره، هغه رښتینی انسان و او ډېر ساده ژوند یې درلود. استاد زیاتوي چې کله د کرنې وزیر هم و، خپله به تلو او له بزګرانو سره به یې په پټيو کې کار کاوه.
ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل خان د هیواد واقعي خدمت کوونکی او داسې بچی و چې سیال یې ډېر کم دی. د افغانستان د کرنې سکټور په برخه کې له بل هرچا زیات خدمتونه نوموړي تر سره کړي او هېڅوک د ارواښاد په خدمتونو سترګې نشي پټولای.
ډاکتر عبدالوکیل خان اووه زامن او دوې لورانې لري چې اوسمهال ټول په امریکا کې مېشت او هلته ژوند کوي. نوموړی ډېر اجتماعي او ټولنیز انسان و، په ټولنه کې یې له خلکو سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې او په سیاست او نورو مسایلو باندې ډېر ور ګډ نه و. ده به چې هر څه د ځان لپاره خوښول، نورو ته یې هم هغه خوښول.
عبدالوکیل خان نه یوازې هیوادوالو ته سرې او زیړې مڼې راوړې، بلکې د کرنې په نورو برخو کې یې هم ستر خدمتونه کړي دي. یو لوی میراث یې خپلو هیوادوالو ته پرېښی دی، چې د تل لپاره د ارواښاد یاد ژوندی ساتي.
د نوموړي د ښو خدمتونو له کبله د افغانستان حکومت په مرکز کابل او په ډېری نورو ولایتونو کې ځینې ملي باغونه، څلور لارې، ودانۍ او منارونه د عبدالوکیل خان په نوم نومولي دي.
د کرنې وزارت سلاکار پوهاند صمدي د ډاکتر عبدالوکیل عمرخېل په اړه وايي چې عمرخېل د کرنې په سکټور کې ډېر زیات خدمتونه کړي دي او افغانستان ته یې د میوو داسې نیالګي راوړي دي، چې نن یې افغانستان پر مټ له نورې نړۍ سره د ښو میوو په برخه کې سیالي کولای شي.
داسې ویل کیږي چې ډاکتر عبدالوکیل خان چې کله د کرنې وزیر و، هغه وخت هلمند ولایت د اسیا په کندو بدل شو او ډېری هیوادونو ته به له دې ولایت څخه غنم صادرېدل. نوموړی د نړۍ دې مشهورو او غوره فروفیسورانو په ډله کې راځي او د کرنې په برخه کې یې کړي خدمتونه ان نړیوال ستايي.
عبدالوکیل خان د افغانستان په تاریخ کې د کرنې په برخه کې داسې بنسټ کېښود، چې لسیزې وروسته یې هم یاد ژوندی دی.
کله چې نوموړی د ناروغۍ پر بستر پرېوت او له هیواد څخه بهر د ډاکترانو له لوري ورته وویل شول چې ستاسو روغتیايي وضعیت چندانې دې ډاډ وړ نه دی، نوموړی ژر خپل هیواد ته راوګرځېد، دلته یې په لسګونو باغونه کېنول او له لسګونو هغو باغونو یې بیا لیدنه وکړه، چې نوموړي کېنولي وو. نوموړی د ژوند تر اخرو په خپل هیواد کې پاتې شو او په پوره مینه او هڅه یې خدمت وکړ.
نوموړی ډېر پرهیزګاره شخص ګڼل کېده او د ژوند تر پایه یې د هیڅ قوم پلوي ونه کړه. بالاخره دې سترې هستۍ په ۱۳۷۹ کال کې د وینې د سرطان له امله د پښتونخوا په پېښور کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه او جنازه یې د وردګو ولایت، نرخ ولسوالۍ، د عمرخېلو کلي په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.