د وروستیو راپورونو له مخې نږدې د لسو ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي او د یو شمېر نورو ولایتونو په مرکزونو کې هم د دواړو لورو تر منځ جګړې روانې دي. د افغانستان امنیتي حالت کوم لوري ته روان دی؟ په دوحه کې د وروستۍ ناستې پایلې څه وې؟ په نننۍ خپرونه کې مو له خپل مېلمه ډاکټر عبیدالله برهاني سره په همدې اړه خبرې کړې دي. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.