د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي. دواړو لورو پر افغان سوله، د طالب زندانیانو پر خلاصون، له کرونا سره پر مبارزه او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. د چین سفیر هیله څرګنده کړې، چې د محمد حنیف اتمر په کاري موده کې د افغانستان او چین تر منځ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي. اتمر په اقتصادي، امنیتي او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د چین له مرستو مننه کړې او په راتلونکې کې یې په دې ډول همکارۍ ټینګار کړی دی. چین تر اوسه پورې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې په دوو جوپو کې له افغانستان سره د طبي توکو مرسته کړې دي. د چین سفیر ویلي، په دې برخه کې به یې مرستې دوام ولري. نوموړي د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی او په دې برخه کې یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی دی.