د افغانستان د برښنا شرکت مشرتابه غړو نن د ازبکستان د انرژۍ له مرستیال سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي او له ازبکستاني لوري یې غوښتنه کړې ده چې افغانستان سره د په سختو شرایطو کې مرسته وکړل شي او د دواړو هیوادونو تر منځ د شوي تړون کې تعدیل راوستل شي تر څو پر افغانستان برښنا قطع نه شي. دغه دواړه لوري له هغه وروسته په دې تړاو خبرې کوي چې دې وروستیو کې برښنا شرکت خبرداری ورکړی دی،که چیرې حکومت له برښنا شرکت سره پنځوس میلیونه امریکایي ډالره مرسته ونه کړي نو راتلونکې میاشت به ازبکستان پر افغانستان برښنا قطع کړي، برښنا شرکت ویلي هیواد کې د کرونا روان بحران تر څنګ چې ددغه شرکت پر راتلونکې یې بدې اغیزې کړې دي، دغه راز دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د نوموړي شرکت تر ټولو ستر قرضداران دي چې برښنا شرکت یې له روان کړکیچ سره مخ کړی دی.