د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د سولې او اوربند په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان له اعلامیې ملاتړ کوي. دده په خبره دغه سازمان تل هڅه کړې چې به افغانستان کې سوله تامین شي او د جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې ددغه سازمان فعالیتونه د قدر وړ دي. خلیلزاد ویلي ددې وخت دی چې په افغانستان کې ټول ښکېل لوري بین الافغاني خبرې پيل کړي او له جګړو لاس واخلي. خلیلزاد تېره ورځ هم ویلي وو چې د ناټو ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو ملاتړي دي او ټولو ته په کار ده چې اختلافونه حل کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.