نن په کرکټ بورډ کې د اتم پړاو شپږیزې لیګ د ټولو لوبډلو د مالکانو او د کرکټ بورډ اجرایه رییس حامد شینواي ترمنځ د لوبډلو پېرلو هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د دې مراسمو په پیل کې د کرکټ بورډ اجرایه رییس حامد شینواري د لوبډلو له مالکینو مننه وکړه چې په کورني کرکټ یې پانګه وکړه او لوبډلې یې پېرلې دي. شینواري زیاته کړه چې د راتلونکي اتم پړاو شپږیزه لیګ لپاره یې د خپل ټول ټیم په مرسته ډیر ښه چمتووالی نیولی او د ګڼ شمېر نندارچیانو په شتون کې به یې له نویو نوښتونو سره ترسره کړي. د یادولو وړ ده چې د شپږیزې لیګ په تېرو پړاونو کې ۶ لوبډلې وې او سږ کال د ۲ نورو لوبډلو په زیاتېدو سره ۸ لوبډلې شوې دي، چې د یو بل پر وړاندې به په راتلونکې سپټمبر میاشت کې سیالۍ ترسره کړي.